سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس د ننګرهار او ارزګان له والیانو سره وکتل.

شمیم خان کټوازي د ننګرهار له والي ضیاءالحق امرخیل او د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد سره په جلا جلا توګه وليدل.
په دې لیدنو کې دواړو والیانو د اړونده ولایتونو امنیتي او ټولنیزو برخو کې د ولسونو ستونزې، غوښتنې او د ښې حکومتوالۍ په اړه يې د ادارې له رییس سره معلومات شریک کړل.
کټوازي د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه او دغه راز د غوره خدمتونو وړاندې کول یې د ولایتونو له اساسي دندو څخه یاد کړل او په دې برخه یې یادو والیانو ته لازمې لارښوونې وکړې.