د کاپيسا والي د حصه اول کوهستان ولسوالۍ یو شمېر مشرانو سره ولیدل

په دې لیدنه کې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ مشرانو د چاپيریالي ستونزو سربېره، د ښاري معیارونو سره سم د مارکیتونو په اساسي ډول د تنظیمولو غوښتنه وکړه.
د کاپيسا والي د دوی ستونزو تر اوریدلو وروسته په دې ولسوالۍ کې د پراختیايي پروژو پلي کولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې سیمه ییزه اداره هڅه کوي څو د ښاري ماستر پلان سره سم عامه تاسیسات جوړ کړل شي.
نوموړي د یادې ولسوالۍ مشرانو سره ژمنه وکړه چې اړونده مسوولین به د بازار مارکیتونو منظمولو لپاره عملی اقدامات ترسره کړي.