ښځو او ځوانانو د مرکزي مجمعې کنفرانس جوړ شو

سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د( اسلا) پروژې په مرسته، د پالیسۍ او مسلکي معین محمد سرور جوادي، د سیمه ییزو شوراګانو د چارو انسجام رییس سعید احمد خاموش، د نشراتو او عامه اړیکو رییسې نرګس مومند حسنزۍ او د کلیو پراختیا او بیارغونې د پخواني وزیر احمد ضیا احسان په ګډون؛ د ښځو او ځوانانو د مرکزي مجمعې کنفرانس جوړ شو.
په دې کنفرانس کې د ادارې د پالیسۍ او مسلکي معین وویل؛ د افغانستان حکومت ښځو او ځوانان لپاره د مفکورو څرګندولو، ازادۍ او د پرېکړو نیولو زمینه برابره کړې او د افغانستان اسلامی جمهوریت د دغې لړۍ ملاتړی دی او د سیمه ییزو ادارو په کچه د ځوانانو او ښځو ګمارنه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له اساسي موخو څخه دي.
ویل کیږي چې د دې کنفرانس په اوږدو کې به د ښځو او ځوانانو د استازو له لورې وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره د ځوانانو غوښتنې او ننګونې شریکې شي، ترڅو له دې لارې په پرمختیايي پروګرامونو، بودیجې او پلان جوړونې برخه کې یې غوښتنې په نظر کې ونیول شي. دا کنفرانس به دوه ورځې دوام کوي چې له شپاړلسو ولایتونو څخه ۸۰ تنو پکې ګډون کړی دی.