ضیاءالحق امرخېل؛ ننګرهار هوايي ډګر څخه په ملکي او پوځي برخو کې د ګټې اخیستنې په موخه د ټاکل شوي پلاوي راپور واوریده.

د ولسشمر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل په ملکي او پوځي برخه کې د دې ولایت د هوايي میدان څخه د ګټې اخیستنې په موخه د ملي دفاع وزارت، د ملکي هوايي چلند ادارې او د یو شمېر نورو اداري مسوولینو لخوا جوړ شوی راپور واورید او ياد پلاوي ته یې په ولایتي کچه د ستونزو په حل کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په ولایتي کچه د یاد هوايي میدان اړوند ستونزو په حل کې به عملي اقدامات ترسره شي.