د بدخشان والي د بهارک ولسوالۍ مخورو او قومي مشرانو سره وکتل.

د بدخشان والي د بهارک ولسوالۍ مخورو او قومي مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د یادې ولسوالۍ مشران، د چاپیریال ساتنې او په ځانګړي ډول د بهارک ولسوالۍ امنیتي ستونزو او ننګونو په اړه له والي سره وغږیدل او له سیمه ییز حکومت څخه یې وغوښتل چې دې ولسوالۍ ته دې پاملرنه زیاته کړي.
د بدخشان والي د دوی ستونزې اړونده ادارو ته ولیږلې او ډاډ یې ورکړ چې د امکان تر بریده به یې ستونزو ته پام وکړي.