د لغمان د دولت شاه ولسوال د شهادت په تړاو د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مشرتابه د ډاډګېرنې پیغام!

د لغمان د دولت شاه ولسوال د شهادت په تړاو د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مشرتابه د ډاډګېرنې پیغام!
په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د لغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ پر ولسوال سيد شريف پاچا د سړک غاړې ماين چاودنه کې ولسوال‌، دری تنه نظامي ځواکونه شهیدان او دوه نور ټپیان شوي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په استازولۍ شهيدانو ته د الله ج له دربار څخه د جنت الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا غوښتوونکی یم.
اروا يې ښاده او پر قبر یې رڼا