د بدخشان، تخار او کندز واليانو د تاجکستان د ختلان او بدخشان واليانو سره وکتل.

د بدخشان والي محمد ذکريا سودا، د تخار والي عبدالحق شفق او د کندز والي عبدالستار میرزکوال د دولت د يو لوړ رتبه هيئت په ترکيب کې د تاجکستان پايتخت دوشنبې ته په سفر تللي او د ياد هېواد د ختلان او بدخشان واليانو سره يې وکتل.
د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنيتي، سرحدي، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، پانګونې او برېښنا برخو کې د اړيکو لا ښه‌والي او تينګوالي په پار مذاکرات کول وو.
په دې ناسته کې د هېواد يادو واليانو د دواړو هېوادونو قوانین او هوکړه‌ليک په نظر کې نيولو سره په فرهنګي، اقتصادي، ټرانزیټي او علمي برخو کې د اړيکو قوي کولو غوښتنه وکړه.