د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رییس شمیم خان کټوازي د غزني له راغلو قومي مشرانو سره وکتل

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رییس شمیم خان کټوازي د غزني له راغلو قومي مشرانو سره وکتل
د غزني يو شمېر مشرانو او ځوانانو د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له عمومي رئيس سره په ناسته کې د ياد ولايت اړوند ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او همدارنګه له محلي ادارې څخه په ملاتړ سره يې په خپل ولايت کې د انکشافي او اقتصادي پروګرامونو په تطبيق باندې ټينګار وکړ.
ښاغلي کټوازي د غزني مشرانو او ځوانانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د هغوی ستونزو او غوښتنو ته به رسېدنه وشي.