د لوګر پل علم کې؛ د قابلګۍ او نرسنګ ودانۍ د رغونې چارې پیل شوې.

د لوګر والي محمد اجمل شاه پور د پراختیا او ابادۍ په برخه کې نن د قابلګۍ او د نرسنګ ودانۍ د رغونې چارې په داسې حال پېل کړې چې يو شمېر اداري رئيسانو هم حضور درلود.
د یادونې وړ ده چي یاده ودانۍ په درېيو پوړونو کې د ۷۶ میلونه افغانیو په لګښت د ښار جوړونې وزارت له لورې په پل علم ښار کې جوړیږي.