جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوګر له والي محمد اجمل شاه‌پور سره وکتل.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوګر له والي محمد اجمل شاه‌پور سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي شاه‌پور په بېلابېلو برخو کې د ياد ولایت د ولسونو د ستونزو او غوښتنو د شریکولو سربېره جلالتمآب جمهور رئیس ته د یاد ولايت د امنيتي، سياسي او انکشافي وضعيت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوګر والي د کړنو د ستاینې تر څنګ نوموړي ته په یو شمېر برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.