د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د پټان ولسوالۍ له يو شمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د پټان ولسوالۍ له يو شمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل
په دې لیدنه کې يادو مشرانو د پکتيا له والي محمد حلیم فدایي څخه وغوښتل چې د يادې ولسوالۍ امنيت، کرنې، روغتيا، بيارغونې، پوهنې او د لويو لارو جوړولو ته لازمه پاملرنه وکړي.
د پکتیا والي د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته يادو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل په برخه کې به له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وکړي.