د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه‌ليک لاسليک شو

نن د يادو ادارو مشرانو شميم خان کټوازي او محمد طاهر زهیر د فرهنګي ميراثونو ساتنې په پار د ګډې همکارۍ هوکړه‌ليک لاسليک کړ.
ښاغلي شميم خان کټوازي وويل چې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د هېواد د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅې او مرستې څخه درېغ ونه‌کړي.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير طاهر زهیر يادونه وکړه چې موږ په تېر کې هم په ولايتونو کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې د يادې ادارې عملي همکاري لرله، اما دا هوکړه‌ليک به د آثارو او فرهنګي ميراثونو ساتنه قانونمنده کړي.
د يادونې ده چې د دې هوکړه‌ليک له لاسليک څخه موخه د هېواد لرغوني باستاني ساحې له غضب څخه ژغورل، د ټولو امکاناتو انسجام، د مادي-تخنيکي ځواک د تخريب او د آثارو له منځه تلو مخنیوی او د فرهنګي او تاريخي پاتې شونو ميراثونو او ابداتو غوره مراقبت او ساتنه ده.