دولت د معلومات ورکولو د پروسې پیاوړتیا ته ژمن دی

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي معلوماتو ته د لاسرسي قانون د تشریح کولو په مهال د یاد قانون په پلي کولو، خبريالانو او خلکو ته د اسانتیا په برابرولو ټینګار وکړ او وویل: معلوماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او هېوادوال حق لري، چې د ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات ولري.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې نجیبه مرام هم په خپلو خبرو کې وویل چې اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو امانت دی او باید خلکو ته ورکړل شي.