د بادغيس ولايت د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه کېږي

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئيس شميم خان کټوازي او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب، په ولسي جرګه کې د بادغيس د خلکو استازو سره وکتل او د هغوی د ستونزو او غوښتنو په اړه يې له يو بل سره بحث او نظرونه شريک کړل.
د ياد ولايت استازو يادونه وکړه چې د بادغيس اوسېدونکي د حکومت تر څنګ ولاړ دي او د دولت له پاليسيو او برنامو، په ځانګړې توګه د هېواد په کچه د سولې بهير او تلپاتې اوربند څخه ملاتړ کوي.
دوی په ځانګړي ډول د محلي حکومت‌ولۍ د ښه‌والي او انکشاف ترڅنګ د خپلو ستونزو او غوښتنو په وړاندې کولو سره د ياد ولايت امنيت ساتنې ته د جدي پاملرنې غوښتنه هم وکړه.
ښاغلي کټوازي او ډاکټر محب د ياد ولايت استازو ته د ستونزو د حل په موخه د ګډې همکارۍ او جدي پاملرنې ډاډ ورکړ.