شمیم خان کټوازي د ولسي جرګې له لومړي معاون سره وکتل

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومي رییس شمیم خان کټوازي، د ولسي جرګې له لومړي نایب میرزا کټوازي سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په لیدنه کې دواړو لوریو د ملي شورا او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ترمنځ د کاري همغږۍ په رامنځته کولو، د اداراتو له لوري د خلکو چارو ته د پر وخت رسیدنې، د مثبتو اصلاحاتو راوستلو او په ټوله کې د ولایتونو د عمده ستونزو د حل د لارو چارو او د هغو د پیاوړتیا د موضوعاتو په اړه یې بحث او خبرې اترې وکړې.