د ميدان وردګو نوي والي نن رسماً کار پيل کړ

د ميدان وردګو نوی والي عبدالرحمن طارق د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پاليسۍ او مسلکي معين محمد سرور جوادي له لوري په يو لړ ځانګړو مراسمو کې د ياد ولايت ملکي او نظامي ادارو مسوولينو ته ور پېژندل شو.
ښاغلي جوادي د دې ولايت په محدوده کې د دوو مهمو لویو لارو او له مرکز سره يې نښلېدو ته په پام سره د يادو لارو امنيت ساتل د والي او نورو محلي مقاماتو د جدي لومړيتوبونو څخه وبلل او په غونډه کې د دفاع وزارت لوی درستیز، د کورنيو چارو وزارت معينانو او د ملي امنیت عمومي رئيس حضور يې د ياد ولايت د امنيتي وضعيت ارزونې لپاره ښه فرصت وباله.
ښاغلي جوادي د پخواني والي مظفرالدین یمین لاسته راوړنې وستایلې او نوي ټاکل شوي والي ته یې په چارو کې د بري هیله وکړه.
نوي ګمارل شوي والي عبدالرحمن طارق د قانون پلي کول، د حکومتولۍ پراختیا، د نیمگړو پروژو تطبیق، د نویو پروژو را منځ ته کول، د غصب او فساد سره مبارزه خپل د کاري لومړيتوبونو څخه یاد کړل او ډاډ یې څرګند کړ چې د قومونو په مشوره او د دوی قانوني وړاندیزونو په نظر کې نیولو سره به د یاد ولایت آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.