ولسمشر غني: په غزني کې بندونه جوړېږي

جمهوررئیس محمد اشرف غني د غزني ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
راغلو مشرانو د امنیت، تړلو ښوونځیو، انکشافي پروژو د تطبیق، د غزني ولایت د ټاکنو، متوازن انکشاف، هوایي ډګر، سیمه ییزه اداره کې د فساد د مخنیوي او اصلاحاتو، د ولسوالیو د لارو، برېښنا او نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
ولسمشر وویل په غزني کې بندونه جوړېږي او ټول بندونه له سره ارزول شوي او په دې برخه کې له درې موجودو فاجعو څخه یې دوه د دفعه کولو په حال کې دي.
جمهور رییس له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې د غزني د ولسونو د وحدت د لا تامین لپاره دې په خپلو کې عادلانه او اصولي پایلې ته ورسېږي او حکومت به په نږدې راتلونکي کې د ټاکنو زمینه برابره کړي.