د پکتیکا والي د ارګون ولسوالۍ له قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل

په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ قومي مخورو او ځوانانو په یاده ولسوالۍ کې د امنیت، پراختیا، روغتیا او معارف په برخو کې شته ستونزې یادې کړې او د هواري لپاره یې له حکومت څخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د پکتیکا والي راغلو مشرانو او ځوانانو ته د ښه راغلاست تر څنګ ډاډ ورکړ، چې شته ستونزې او غوښتنې به یې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړي.