د کندوز والي: دشت ارچي ولسوالۍ ته به هر اړخیزه پاملرنه وشي

د يادې ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او ځوانانو د کندوز له والي عبدالستار میرزکوال سره د ولایت مقام د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې لیدنه کې راغلو مشرانو او ځوانانو په یاده ولسوالۍ کې د ناامنۍ، لویو لارو جوړېدو، د ښوونځيو ودانيو، د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي په اړه خپلې ستونزې له والي سره شریکې کړې.
د کندوز والي د ستونزو له اورېدو وروسته په دشت ارچي ولسوالۍ کې د مثبت بدلون خبر ورکړ او وويل چې د خلکو قانوني غوښتنو ته به رسېدنه وشي.