د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رییس شمیم خان کټوازي د کاپیسا والي عبدالطیف مراد او د فراه والي تاج محمد جاهد سره وکتل.

یادو والیانو د اړوندو ولایتونو د عمومي وضعیت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه شریک او د سیمه‌ییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا په برخه کې یې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه.
شمیم خان کټوازي له خلکو سره اړيکې او له نږدې کار، د خدمتونو وړاندې کول او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي او له امنیتي سکټور سره د والیانو همکاري او همغږي اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ چې والیان باید په ټولو برخو کې پام وړ فعالیتونه ترسره کړي.