په کونړ ولایت کې د سیمه‌ییزو شوراګانو د چارو تنظيم قانون معرفي شو

د محلي شوراګانو د چارو د تنظيم قانون او د عدالت غوښتنې لارښود د کونړ ولايت ولايتي شورا، د مدني ټولنو بنسټونو او د سکټوري ادارو رييسانو ته ور وپېژندل شو.
په دې غونډه کې د یاد ولایت والي محمد اقبال سعید د ولایتي شورا غړو، د سکټوري ادارو رییسانو او د مدني ټولنو استازو ګډون کړی و.
محمد اقبال سعید د سیمه‌ییزو شوراګانو د چارو د تنظیم قانون پېژندنه، یو مثبت او ارزښتناکه ګام وباله او زیاته یې کړه چې دا به د ولایتي شورا او سیمه‌ییزو ادارو تر منځ اړیکې پياوړې کړي.