د ادارې عمومي رییس د بغلان د مشرانو او ځوانانو ستونزې واورېدې

د بغلان یو شمېر مشرانو او ځوانانو نن له غرمې مخکې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له عمومي رییس شمیم خان کټوازي سره په لیدنه کې د یاد ولایت د خلکو امنیتي او ټولنیزې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
دوی دغه راز له حکومت او مرکزي ادارې څخه وغوښتل چې په انډولیزه توګه په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې پرمختیایي پروژې او خدمتونه وړاندې شي، تر څو خلک د دولت له اسانتیاوو یو شان برخمن شي.
په ورته مهال د ادارې عمومي رییس د بغلان مشرانو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره وویل، چې حکومت ژمن دی تر څو د ښې حکومتوالۍ له لارې خلکو ته خدمات وړاندې کړي او همدارنګه هڅه کېږي چې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پرمختیایي او اقتصادي پروژې پلي کړي.