د کندز مشرانو له شميم خان کټوازي سره خپلې ستونزې شريکي کړې

نن له غرمې وروسته د کندز يو شمېر مشرانو او ځوانانو د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له عمومي رئيس شميم خان کټوازي سره په ناسته کې د ياد ولايت اړوند ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او همدارنګه له محلي ادارې څخه په ملاتړ سره يې په خپل ولايت کې د انکشافي او اقتصادي پروګرامونو په تطبيق باندې ټينګار وکړ.
ښاغلي کټوازي له سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې څخه د کندز مشرانو او ځوانانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د هغوی ستونزو او غوښتنو ته به رسېدنه وشي.