د ښځينه‌ مرستيالو واليانو په ټاکلو کې به د ښځو شبکې نظر اورېدل کېږي

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي نن د افغانستان د ښځو شبکې له غړيو سره په ليدنه کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان پاتې ولايتونو ته به د ښځينه مرستيالو واليانو په ټاکلو کې د ښځو شبکې نظرونه او وړانديزونه اورېدل کېږي.

د افغانستان د ښځو شبکې غړيو په دغه ليدنه کې د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وستايله چې ښځو ته يې ځانګړې توجه کړې، د هغوی ستونزې او وړانديزونه يې اورېدلي او په دې سربېره يې په مرکز او ولايتونو کې ښځو ته په تصميم نيولو کې ونډه ورکړې ده.

دوی وويل، پخوا به چې هره پرېکړه کېده، ښځې ورڅخه بې‌برخې وې، خو د سيمه‌ييزو ارګانونو د ادارې هڅې وې چې اوس ښځې په ډېرو پرېکړو کې شاملې دي او نظر يې اورېدل کېږي.

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به هم د هېواد دغه نيم ولس ته پام زياتوي او لا ډېره به هڅه کوي چې زمينه ورته برابره کړي چې خپل استعدادونه د خاورې او خلکو د خدمت لپاره وکاروي.

ده وويل، نه يوازې به د ولايتونو د مرستيالانو په توګه ښځې ټاکل کېږي، بلکې تابيا لري چې د ولسوالانو، واليانو او ښاروالانو په توګه هم بااستعداده، تکړه او وړ ښځې وګماري.

ده وويل، د ښځينه مرستيالو واليانو د ټاکلو په پروسه کې به د ښځو شبکې نظرونه او وړانديزونه اورېدل کېږي او په دې سربېره يې، د دغې شبکې له غړيو وغوښتل چې وړ، اهلې او په کار پوه ښځې وروپېژني.