تخار ته به ځانګړې پاملرنه کېږي

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي د تخار ولايت له قومي مشرانو او ځوانان سره په ليدنه کې ډاډ ورکړ چې په دغه ولايت کې به ادارو کې نه يوازې اصلاحات راځي، بلکې زمينه به برابرېږي چې د ولايت ټول اوسېدونکي په ولايتي اداره کې خپل انځور وويني.

د تخار قومي مشرانو او ځوانانو نن د سيمه‌ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له لوی رييس سره په ليدنه کې په سیمه ییزو ادارو کې د اصلاحاتو او په ‎حکومتي ادارو کې د ټولو قومونو وړ او او بااستعداده کسانو ته د ځانګړې پاملرنې په اړه خپل وړانديزونه شريک کړل.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رییس شمیم خان کټوازي په خپلو خبرو کې د تخار خلکو ته ډاډ ورکړ چې په تخار کې به د عدالت د تامین، په اداره کې د اصلاحاتو او ټولو قومونو ته د مشارکت لپاره زمینه برابرېږي .