په ولايتونو کې د سوداګرو ستونزې له منځه وړل کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ خونې استازيو، سوداګرو، پانګه‌والو او د خصوصي سکټور استازيو نن د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رهبري سره په ولايتونو کې د سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړې.

دوی د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پر لويو لارو د سوداګرو ستونزې يادې کړې او د هغو د حل په اړه يې خپل وړانديزونه شريک کړل.

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي ډاډ ورکړ چې له واليانو سره په همغږي به په ټولو ولايتونو کې د سوداګرو ستونزې له منځه وړي او په دې سربېره به په راتلونکي کې هم که چېرته ستونزه پېښېږي، پر وخت به حل کېږي.