د کونړ نوی والي د یاد ولایت ولسونو ته وروپېژندل شو

محمد اقبال سعید د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز د جمهوررئیس ۹۴۷ ګڼه حکم په اساس د کونړ د والي په توګه ټاکل شوی، نن پنجشنبه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین روح الله نیازي له لوري ولسونو ته وروپېژندل شو.

د کونړ نوي ټاکل شوي والي د امنیت خوندیتوب، ادارو کې اصلاحات، فساد سره مبارزه، ښه حکومتولي، انساني حقونو رعایت، بیان ازادي، نوې منابع او فرصتونه رامنځته کول، د مرکزي حکومت او دونرانو پاملرنې راجلبول، د قومونو او پرګنو ترمنځ د یووالي ټینګښت او همدا راز د ولایتي ادارې او ولسونو ترمنځ د باور رامنځته کول، یې خپل کاري لومړي توبونه یاد کړل.