د ښارواليو معين کندهار ته د ستونزو په حل پسې تللی

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو معين روح الله نيازي په کندهار کې د ولسي شوراګانو له استازيو څخه د هغوی ستونزې او وړانديزونه واورېدل.
د ولسي شوراګانو له استازيو سره دغه ناسته د کندهار په ښاروالي کې شوې چې پکې د ښاري خدمتونو په ښه کولو، په چارو کې د ولسي گډون زياتولو، ښاري نظم او د پروژو له تطبیق څخه د نظارت او شفافیت زیاتولو په اړه بحثونه شوي او ځينې نورې مهمې پرېکړې شوې دي.


د ښارواليو معين روح الله نيازي کندهار ته په خپل سفر کې د کندهار ښاروالي کارکوونکي هم ليدلي او د چارو پر ښه والي ورسره غږېدلی دی.
ده په دغه سفر کې د دوو پروژو کار پیل او د ځینو نورو پروژو چارې له نږدې څارلې دي.