د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د ۹۴۷ شمېرې حکم په اساس، محمد اقبال سعيد د کنړ د نوي والي په توګه وټاکل شو.

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د ۹۴۷ شمېرې حکم په اساس، محمد اقبال سعيد د کنړ د نوي والي په توګه وټاکل شو.

ښاغلي سعيد لوړې زده‌کړې او د کار پرېمانه تجربه لري.

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د کنړ له مخکېني والي عبدالستار ميرزکوال څخه په دغه ولايت کې د پرېمانه کار له امله مننه کوي او نوي والي ته له خدايه په ورسپارل شويو چارو کې بريا غواړي.