د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي د پنځو ولايتونو له ښځينه مرستيال واليانو سره وليدل.

په دغه ليدنه کې په ولايتونو کې د ښځينه مرستيال واليانو پر ستونزو، ننګونو او وړانديزونو خبرې وشوې.

د دايکندي، باميان، هرات، پکتيا او ننګرهار مرستيالو واليانو د هېواد پاتې ولايتونو ته د نويو ښځينه مرستيالو واليانو د ټاکلو د پروسې په اړه هم خپل وړانديزونه د سيمه‌ييزو ارګانونو د ادارې له رييس سره شريک کړل.

ټاکل شوې چې ژر به د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د هېواد ټولو ولايتونو ته ښځينه مرستيالې واليانې وټاکي.