د ټولګټو پروژو په پلي کولو کې د ولسونو برخه اخیستل اړین دي

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو له مشرانو او ځوانانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې راغلو مشرانو او ځوانانو د پوهنې، روغتیا، کرنې، بیارغونې سربېره یوشمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې، د ولایت له رهبرۍ سره شریکې او په یادو برخو کې یې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د پکتیا والي؛ د ټولګټو پروژو په پلي کولو کې د ولسونو برخه اخیستل اړین دي، نوموړي له راغلو مشرانو او ځوانانو څخه، د یادو ولسوالیو د شته ستونزو د حل په برخه کې د ګډکار غوښتنه وکړه.