لغمان والي د الینګار ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې واورېدې

لغمان والي رحمت الله یارمل د الينګار ولسوالۍ د قومي مشرانو، ديني عالمانو، او ځایي اوسیدونکو غوښتنې، وړانديزونه او ستونزې د حل په موخه واورېدې.
راغلو مشرانو د سړکونو د رغولو، د الینګار سیند د اوبو مهارولو، د یادې ولسوالۍ د لويې لارې د امنیت سربېره بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې د یاد ولایت له والي سره شریکې او د مرستې غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي يارمل د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو ورسته، له قومي مشرانو څخه وغوښتل چې د امنيت د راوستلو او پروژو په پلي کولو کې د ولايتي ادارې سره مرسته وکړي، ترڅو ولسونه په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.