د سیمه ییزو ارګانونو ادارې لوی رییس د پکتیا ولایت قومي مشرانو او ځوانانو سره ولیدل

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس ښاغلي شمیم خان کټوازي، په دوو جلاجلا کتنو کې، د پکتیا د بېلابېلو قومونو مشرانو او ځوانانو سربېره د لويې پکتيا ځوانانو ټولنو ګډې جرګې(د لويې پکتيا څلورو ولايتونو ۲۰ ټولنو مجموعه) عالي شورا سره ولیدل.
په یادو ناستو کې د سیمه یزې حکومتولۍ تر څنګ په سوله کې د لویې پکتیا د قومي مشرانو په اهمیت او رغنده رول، په ملي پروسو کې د مدني، سياسي او ټولنيزو بنسټونو پر ارزښت او رول، د حکومت له خوا د بحرانونو په کنترول او مديريت کې د بنسټونو څخه موثر او مثمر کار اخستلو، د حکومت لخوا د ټولنيزو بنسټونو حمايت او ملاتړ، د کابل لوګر سړک امنيتي ستونزو پر بنسټيز حل، حکومت کې د شته کادرونو ملاتړ او نورو کادرونو مقرريدلو ترڅنګ یوشمېر نورو اړینو مواردو باندې هر اړخيز بحث او خبرې اترې وشوې.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې رییس شمیم خان کټوازي راغلو مشرانو او د لویې پکتیا تولنې ګډې جرګې عالي شورا ځوانانو ته په یادو برخو کې د هرراز مرستو ډاډ ورکړ.