د خوست لپاره نوي ټاکل شوي والي پر دنده پيل وکړ

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپواکې ادارې د پلان او پالیسۍ معین محمد سرور جوادي، د خوست لپاره نوي ټاکل شوي والي محمد صدیق پتمن، مرستیال والي عبدالواحد پټان، د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو علماکرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ معین، د پخواني والي محمد حلیم فدایي له کړنو د منننې تر څنګ نوي والي ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه، نوموړي همداراز د اړوند ادارو تر منځ په ګډ کار او همغږۍ ټینګار وکړ.
د خوست پخواني والي په دې ولایت کې د خپل ماموریت په پار د همکاریو له امله له بېلابېلو قشرونو مننه وکړه او وې ویل چې دده د ماموریت پر مهال لاسته راوړنې د ټولو خوستوالو دي او هیله یې وښوده چې له نوي والي سره به همکاره او د خوست د ابادۍ لپاره سره یو موټي شي.
د خوست نوي والي؛ د پخوانیو پروژو تطبیق، د نویو پروژو رامنځ ته کول، د غلام خان بندر ټرانزیټ، د هوايي ډګر بشپړول، د باچا خان پوهنتون د چارو د پیلولو لپاره د زمینې برابرول، غصب سره مبارزه، د قانون تطبیق او د حکومتولۍ پراختیا یې له کاري لومړيتوبونو څخه یاد کړل‎، نوموړي همداراز زیاته کړه چې د قومونو په مشوره او د دوی د وړاندیزونو په نظر کې نیولو سره به د خوست د ابادۍ لپاره کار وکړي.