شميم خان کټوازی؛ سوېل ختيز زون ته به ځانګړی پام کېږي

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي د سوېل ختيز زون له ځوانانو، قومي مخورو او مېرمنو سره په ليدنه کې دوی ته ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به د دغه زون خلکو او ادارو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د سوېل ختيز زون د بېلابېلو ولايتونو ځوانانو په دغه ليدنه کې د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس ته ډاډ ورکړ چې د حکومتولي په ټولو برخو کې به له حکومت سره همکاري کوي او که يې چېرته نېمګړتيا وليده، نيوکې به ورباندې کوي.
دوی وويل، په تېرو کلونو کې ورته داسې پام نه دی شوی، څنګه چې باید شوی وای.
د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي د ياد زون ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې مشورو، نيوکو او وړانديزونو ته به يې غوږ نيول کېږي، غږ به يې اورېدل کېږي او تر دې وروسته به ورته ځانګړې پاملرنه کېږي.