جمهوررئیس غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړ

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د ولایت مقام اساسي قانون تالار کې عمومي ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې چې د علمای کرامو، مشرانو او متنفذینو، ځوانانو، ښځو، مدني ټولنو او بېلابېلو اقشارو استازو حضور درلود، لومړی د لوګر والي اجمل شاپور د هیواد جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په دې ولایت کې ډېر کارونه شوي، خو لا زیاتې پاملرنې او کار ته اړتیا ده.


هغه د امنیت تامین، د انکشافي پروژو تطبیق، د برېښنا مزو غځولو، د ښارګوټو او د ځمکو ستونزو د حل، د پل علم ښار د ماسټر پلان نهایي کولو، کرنیزو تولیداتو په ځانګړي ډول لبنیاتو ته د پاملرنې، د سړو خونو جوړولو، د دولتي ادارو د ظرفیت لوړولو او لوګر ولایت ته د دویمې درجې ولایت د تشکیل او امتیازاتو ورکولو ته چې وړاندې د جمهوررئیس له لوري منظور شوي دي، د پاملرنې غوښتنه وکړه.