بغلان ته د حکومت توجه ډېرېږي

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي نن د بغلان له خلکو سره په ليدنه کې ډاډ ورکړ چې دغه ولايت ته به د حکومت پام ډېرېږي او د خلکو ستونزو ته به يې رسېدګي کېږي.
د بغلان يو شمېر قومي مخور، سپين ږيري او ځوانان نن د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې دفتر ته راغلي ول او د خپل ولايت او خلکو د ستونزو په اړه يې د دغې ادارې له مشر سره وليدل.


دوی په دغه ولايت کې د متوازن انکشاف، امنيتي وضعيت، په ولايتي اداره کې د اصلاحاتو او په ټوله کې دغه ولايت ته د حکومت د پاملرنې په زياتولو خبرې وکړې.
د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس د بغلان خلکو ته ډاډ ورکړ چې ولايت ته به يې پام زياتېږي او په دې سربېره به نه يوازې د امنيت، بلکې اداري اصلاحاتو او ګڼ شمېر نورو برخو کې هم مثبت بدلونونه راوستل کېږي.