د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له مسوولینو سره د کونړ او هلمند ولایتونو د ښځینو ستونزې او وړاندیزونه شریک شول

د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي مخنیوي او په دولتي ادارو کې د ښځینو حضور او ستونزو ارزونې په پار د یادو ولایتونو له مسوولینو سره ويډیو کنفرانس ترسره شو.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معین محمد سرور جوادي، د یادې ادارې د جنډر رئیسې صغری عطایي د یاد ویډیو کنفرانس له لارې د ښځینو پیاوړتیا او ستونزو اوارۍ په اړه د کونړ او هلمند ولایتونو د مرستیالانو، ولایتي شورا رییسانو، ښځوچارو رییسانو او یو شمېر نورو ښځینه فعالانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
د هلمند او کونړ ولایتونو مرستیالانو د خپلو څرګندونو په ترڅ کې په ادارو کې د ښځینو حضور، په مرکزي او کلیوالي سیمو کې د میرمنو په ستونزو او همدا راز د وضعیت ښه والي په برخه کې د ولایت مقام او همکارو موسسو فعالیتونو په تړاو مالومات وړاندې کړل.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معین محمد سرور جوادي وویل: د هېواد په نافذه قوانینو، پالیسو او نړیوالو میثاقونو کې د میرمنو سره صریحې ژمنې شوي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره به په سیمه ییزه کچه د ښځینو پیاوړتیا لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي.