د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د یو شمېر رغنيزو پروژو چارې پیل شوې

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار دوهمې ناحيې پنځم ګذر کې، د ۲۴۳۸ متره په اوږدوالي سړک، ۱۱۲۸ متره ويالې، ۳۰۵ متره استنادي ديوال، ۴۹۴ متره د سړک د غاړو د ویالو د سر جالۍ او ۴ دانو څاګانو د جوړولو چارې پېل شوې.
او همدا ډول د یادې ناحيې په پنځم ګذر عربانو لومړۍ پرمختیايي شورا کې د ۱۱۳۶.۵ مترو په اوږدوالي سړک، ۹۲۳.۳ متره ویالې، ۴۷ متره استېنادي دیوال، ۴۷۴.۵ متره د سړک د غاړي د ویالو د سر جالۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادونې وړده چې د یادو پروژو څخه به ۹۴۶ کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه پورته کړي.