ولسمشر د سيمه‌ييزو ارګانونو د ادارې نوی رييس شميم‌ خان کټوازی معرفي کړ

ولسمشر محمد اشرف غني نن د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې نوی رييس شميم خان کټوازی د دغې ادارې کارکوونکيو ته ور معرفي کړ.
ولسمشر په دې سربېره، د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مخکېنی رييس عبدالمتين بېګ د جمهوري رياست د عالي مقام د ستر سلاکار په توګه رسما معرفي کړ.
دغه مراسم په ارګ کې جوړ شوي ول او د چارو د ادارې رييس ډاکټر فضل محمود فضلي پکې د شميم خان کټوازي او عبدالمتين بېګ د مقرري په اړه د ولسمشر فرمانونه ولوستل.
په دغو مراسمو کې د سيمه‌ييزو ارګانونو د ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي له ولسمشر څخه پر ده، د باور له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې؛ د اصلاحاتو، ظرفیتونو لوړولو، کليو او ولسواليو ته د حکومتولي پراخولو، سولې او د خلکو او حکومت تر منځ د واټن ختمولو په برخو کې به جدي هڅې وکړي.
د معرفي په دغو مراسمو کې د هېواد ولسمشر د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د درست افغانستان د وصل نقطه وبلله.
ولسمشر له شمیم خان کټوازي څخه مننه وکړه چې د ځوان والي په توګه یې خلکو ته د خدمت په برخه کې ځان ثابت کړای شوای او د خلکو ستونزو ته یې رسیدګي وکړه.
ولسمشر وويل؛ په راتلونکي کې به د حکومت لويه برخه پاملرنه دې ته وي چې ولسوالۍ پر پښو ودروو او د هېواد د ثبات لپاره عملي ګامونه اوچت کړو.