ژر به په ولايتي کچه د چارو لويه برخه پر ليکه شي

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره تابيا لري چې ژر په ولايتي کچه د چارو يوه لويه برخه انلاين ته واړوي.
دغه ګام د کرونا د خپرېدو د مخنيوي له امله د ښارونو تر قرنطين او په دولتي ادارو کې د کارکوونکيو تر کمېدو وروسته اخيستل کېږي.
د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رئيس عبدالمتين بېګ نن د دغې ادارې رييسانو ته وويل چې هڅه دې وکړي په اوسنيو شرایطو کې چې خلک تر پخوا ډېر حکومتي خدمتونو ته اړ دي، د پخوا په پرتله لا زيات کار وکړي.
ده وويل؛ سره له دې چې د کرونا د وايرس خطر زيات دی، خو بايد داسې لارې چارې ولټول شي چې په اساس يې هم حکومتي کارکوونکي خوندي پاتې شي او هم خلکو ته د خدماتو رسولو چارې و نه درېږي.
د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئيسانو ډاډ ورکړ چې تر پخوا به لا زياتې هڅې کوي او کوښښ به يې دا وي چې په ولايتونو او لېرې پرتو سيمو کې د خلکو اړتياوې پر وخت پوره شي او په دې توګه خپل ورسپارل شوی مسووليت په ښه توګه سر ته ورسوي.