ولسمشر د هېواد له ولسوالانو سره خبرې وکړې

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن د وېډيو کنفرانس له لارې د هېواد له ولسوالانو سره د کرونا وايرس د مخنيوي د تدابيرو او په ولسواليو کې د خلکو د اړتياوو په اړه خبرې وکړې.
دغه وېډيويي کنفرانس نن د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئيس عبدالمتين بېګ پرانيست او وروسته د هېواد له بېلابېلو برخو ولسوالانو، ولسمشر ته په ولسواليو کې د کرونا په اړه د تر سره شويو چارو او اړتياوو په اړه څرګندونې وکړې.
ولسوالانو په خپلو کې خبر کې وويل چې د هېواد په لېرې پرتو ولسواليو کې يې تر اوسه د خلکو په بسيج کولو، له ديني عالمانو سره په همغږي، د خلکو د پوهاوي، د مالوماتي پاڼو د وېش، د کرنټين د مرکزونو جوړولو او د ځينو سيمو د ضد عفوني کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
دوی د ولسواليو د امنيت، د ګوښه‌توب د مرکزونو جوړولو، ګرځنده روغتيايي ټيمونو، اړو خلکو ته د خوراکي موادو رسولو، د مخابراتې شبکو فعالولو، امبولانسونو، روغتيايي تجهيزاتو او ځينو نورو برخو کې د مرستې غوښته وکړه.
په دغه وېډيويي کنفرانس کې د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح، دويم مرستيال استاد سرور دانش، د اقتصادي پراختيا په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد يوسف غضنفر او د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروز الدين فېروز هم ويناوې وکړې.
د کنفرانس په پای کې ولسمشر ولسوالانو ته ډاډ ورکړ چې حکومت به تر خپله وسه د کرونا د مخنيوي په برخه کې لا زياتې هڅې کوي.
ولسمشر وويل، په ولسواليو کې به له شلو تر پنځوس بسترونو پورې د ګوښه توب
مرکزونه جوړېږي او په نورو برخو کې به هم له ولسواليو سره عاجلې مرستې کېږي.