په مټان خان ولسوالۍ کې د لس کيلو متره سړک کار پيل شو

د پکتيکا ولايت مټاخان ولسوالۍ په باران کلي کې د کليو بيارغونې او پرمختيا رياست له لوري د لس کيلو متره د جغل اچولو سړک کار د پټۍ په پرې کولو سره پيل شو چې ۴،۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې به یې په درېيو مياستو کې بشپړې شي.
د یادونې ده چې د يادې سړک په جوړېدو سره به د دووه زرو کورنیو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.