موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکو د هلمند له والي سره وکتل

دیادې ولسوالۍ قومي مشرانو د هلمند والي محمد یاسین سره د لیدنې پرمهال یو شمېر ستونزې شریکې کړې او د حل په برخه کې يې د مرستي غوښتنه وکړه.
د هلمند والي د یادې ولسوالۍ د قومي مخورو د ستونزو تر اورېدو ورسته وویل: په نژدې ورځو کې به د مرستندویه ادارو د سروې ټیم د موسی کلا ولسوالۍ د بیوزله کورنیو سروې وکړي چي په دې سره به ترهغو کورنیو پورې مرستي ورسېږي چي له ستونزو سره مخ دي.