د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې له والي سره شریکې کړې

د یادې ولسوالۍ راغلو مشرانو د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړولو ترڅنګ د روغتیا، پوهنې، کرهڼې، بیارغونې او یو شمېر نورو برخو کي خپلې ستونزې شریکې او کندهار والي حیات الله حیات څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.
کندهار والي د راغلو مشرانو د ستونزو تر اورېدو ورسته وویل: راتلونکي کال کي به د ولسي تړون ملي پروګرام پراخ کړي، څو متوازن انکشاف رامنځته او ټولو ولسوالیو کي ولسونو ته د اړینو اسانتیاوو لاسرسی اسانه سي.