د ختیځ زون دیني علمانو له ښکیلو خواوو څخه د تل پاتې اوربند غوښتنه وکړه

تیره ورځ په ننګرهار ولایت کې د ختیځ زون په کچه سلګونه دیني علمانو د یوې پراخې غوندې په ترڅ کې د افغانستان روانه جګړه پردۍ وبلله او له ښکیلو خواوو څخه یې د افغان وژنې د مخنوي په موخه د تل پاتې اوربند غوښتنه وکړه.
دیني علمای کرامو په خپلو خبرو کې وویل: جګړه د حل لاره نه ده او په ښکیلو خواو غږ کوو چې د خبرو اترو له لارې ستونزه حل کړي، ترڅو په افغانستان کې ورور وژنه پای ته ورسیږي او تل پاتې سولې ته زمینه برابره شي .