د دامان ولسونو د یوې غونډې په ترڅ کې له جمهوري نظام او ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ

تېره ورځ کندهار والي حیات الله حیات د یوشمېر ملکي او نظامي مسوولینو په ملتیا دامان ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د دامان ولسوالۍ د ولسي او قومي مخورو، علماوو او ځوانانو په جوړه شوې لویه غونډه کې ګډون وکړ.
په پېل کې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو له جمهوري نظام او ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند او د سولې په پروسه کې د بین الافغاني مذاکراتو او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.
ورپسې د کندهار والي ولسونو ته د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا، فساد او نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي، قانون حاکمیت، ډاډمن امنیت راوستلو او یو شمېر نورو برخو کې د ژورو بدلون او پخې ارادې د شتون ډاډ ورکړ او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د بندو ښوونځیو په خلاصون، فساد په مخنیوي او بیارغنیزو پروژو په تطبیق او نظارت کې د حکومت ملاتړ وکړي.