لغمان: قومي مشرانو په بېلابېلو برخو کې د یاد ولایت د والي هڅې وستایلې

تېره ورځ د لغمان د مرکز او پنځه ګونو ولسوالیو قومي مخورو او دیني عالمانو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د یاد ولایت له والي محمد اصف ننګ سره ولیدل.
په پيل کې راغلو قومي مشرانو د سولې، ښې حکومتوالۍ، فساد سره مبارزې او د افغانیو د بشپړ دودولو په برخه کې د ښاغلي ننګ هڅې وستایلې.
یادو مشرانو همداراز د پوهنې، ښاروالۍ، ټرانسپورټ او روغتیا سربېره ګنو نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د یاد ولایت له والي سره شریک کړل.
په ورته مهال محمد اصف ننګ د راغلو قومي مشرانو د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو ورسته هغوئ ته هراراز مرستې ډاډ ورکړ.