کندهار والي په مخامخ ډول د سلګونو ولسونو ستونزې واورېدې

کندهار والي حیات الله حیات په مخامخ ډول د ښار او ولسوالیو د سلګونو ښځینه او نارینه مراجعینو ستونزې د حل په موخه وارېدې.
په دغه لیدنه کې ولسونو په امنیتي، حقوقي، ټولنیزو، د کاري زمینې نشتوالي، د ځمکو غصب او یو شمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې په کتبي او شفاهي ډول شریکې او د حل په موخه یې د ولایتي ادارې د همکاریو غوښتنه وکړه.
کندهار والي د ولس ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه خپل کاري لومړیتوب یاد کړ او خوښي يې وښوده، چي ولسونه له کوم قید او شرط پرته په مخامخ ډول د ولایتي ادارې له مسؤلینو سره خپلې ستونزې شریکوي او ډاډ یې ورکړ، چې ټولو قانوني غوښتنو او اړتیاوو ته به یې رسیده‌ګي کېږي.
په ورته وخت کې حیات د ولایت مقام د شکایاتو اورېدو مرکز یا ۲۱۰ شمېر ته په اشارې له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د بېړنیو ستونزو او اضطراري حالاتو پر مهال د ولایت مقام له یادې شمېرې سره اړیکه ونیسي.