د لغمان په مرکز مهترلام کې جوړې شوې پارکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان ولایت مرستیال والي شهزاده مظلوم یار، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د تفتیش رییس عبدالحبیب جبار خېل، د مهترلام ښاروال او یوشمېر نورو ګډون کړی وو.
دغه پارکونه چې د کټارې، ګلدان، کانګریټي دېوالونو سربېره یو شمېر نور ملحقات لري، د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۳ اعشاریه ۶ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۴ میاشتو په اوږدو کې په اساسي توګه رغول شوي دي.